Compact Guide

په نږدې فاصلو کې د نقلیه وسایلو ترافیک څخه ګټه اخیستل

په نږدې فاصلو کې د نقلیه وسایلو ترافیک کې کوم شیان شامل دي؟ [0:03]

په نږدې فاصلو کې د نقلیه وسایلو ترافیک کې تاسو کولی شئ د آټوبس او اورګاړي څخه کار واخلئ. په لوی ښارونو کې تر یو حد پورې میټرو او ترموا هم د لاسرسي وړ دي.

د نږدې فاصلو ترافیک اورګاډو کې ګړندي ښاري اورګاډي او ځایی اورګاډي شامل دي. د ښارونو ترمینځ اورګاډي او د ښارونو ترمینځ اکسپرس – د خړ روڼ رنګ لرونکي اورګاډي چې د سور رنګ پټۍ لري ــ د نږدې فاصلو د نقلیه وسایلو ترافیک برخه نه ګڼل کیږي. دا اورګاډي د نږدې فاصلو نقلیه وسایط برخه نه ګڼل کیږي.

د ټکټ پیرل [00:36]

په هر سفر کې تاسې باید معتبر ټکټ د ځان سره ولرئ.

د دې موخې لپاره تاسې کولی شئ مختلف ډوله ټکټونه انتخاب کړئ: که چیرې غواړئ فاصله یوازې یوځل ووهئ، نو غوره به دا وي چې یو ټکټ وپیرئ. که چیرې لیواله یاست د یوې میاشتې لپاره سفر ولرئ، نو یو میاشتنی ټکټ وپیرئ. د ښار او د حمل او نقل شرکت له مخې مختلف ډوله عرضه کیدونکي ټکټونه شتون لري.

کولی شئ په لاندې طریقه ټکټ وپیرئ: [01:05

د اتومات دستګاه ګانو څخه ، د مثال په توګه د ریل پټړۍ تمځایونو کې یا د مټرو تمځایونو کې او یا په فردي توګه د پیرود مرکزونو کې. په آټوبسونو کې کولی شئ ټکټ د آټوبس مخکینۍ برخه کې د چلونکي څخه وپیرئ. د ټراموا ځینې لیکو کې د ټکټ اتومات ماشینونه شتون لري. لارښود: د سفر څخه مخکې په آرامۍ سره پدې اړه معلومات لاسته راوړئ چې کوم ټکټ ته اړتیا لرئ او غوره ده چې ټکټ دمخه وپیرئ.  

د ټکټ باطل کیدل [01:34]

ډیری ټکټونه باید د سفر پیل څخه مخکې باطل شي. دا مورد د ټکټ څنګ ته موجود خالي ځای څخه د تشخیص وړ وي . سربیره پردې د مهر وهلو اتومات ماشینونه په تمځایونو کې او البته د آټوبسونو او ټراموا ګانو مینځ کې هم شتون لري. لارښود: که چیرې ډاډه نه یاست چې کوم ټکټ او د کومې فاصلې لپاره ورته اړتیا لرئ، د پیرود مرکز کې موجود پرسونل څخه پوښتنه وکړئ. هغوی به تاسې سره مرسته وکړي.  

سفر ته چمتو [02:05]

تاسې کولی شئ د دې تابلو له مخې د آټوبس تمځایونه تشخیص کړئ:
تاسې کولی شئ د دې تابلو له لارې مټرو ته لاسرسی پیدا کړئ:
د ګړندي ښاري ریل د تمځاۍ نښه.

تاسې اجازه نلرئ د مټروګانو او ریلونو په لیکو وګرځئ. دا کار خطرناک دی او ممکن د مجازاتو وړ وي.

د ټراموا ریل څخه کولی شو مناسب ځآیونو کې تیر شو. البته احتیاط وکړئ، ټرامواګانې نسبتآ ورو حرکت کوي او د اوږد ځنډ مسافت لري!

سپریدل او ښکته کیدل یوازې اړوند تمځایونو کې شوني دي. اورګاډي، مټرو او ټرامواګانې په ټولو طراحي شوي تمځایونو کې تم کیږي. مهم ټکی: د ختلو او ښکته کیدو پرمهال توجه او تمرکز ولرئ. ځیرک تلیفونونه او د موسیقي اوریدل ممکن ستاسې حواس مغشوش کړي او د پیښو د پیښیدو لامل شي.

سپریدل [03:03]

د انتظار پرمهال د نقلیه وسایلو یا آټوبس او ټراموا د تیریدو ځای څخه لازمي فاصله ولرئ چې تمځای ته ننوځي.

د سپریدلو پرمهال انتظار وکړئ چې ښکته کیدونکي ټول مسافر په مکمل ډول ښکته شي. که چیرې څوکۍ خالي نه وي او تاسې مجبور اوسئ چې ولاړ پاتې شئ نو د حرکت پرمهال تل لاستی یا میلې کلکې ونیسئ.

سپریدل [03:27]

په آټوبس کې فرد کولی شي د «تم کیدو» تڼۍ کښیکاږي ترڅو چلونکي ته خبر ورکړي چې په راتلونکي تمځای کې ښکته کیږي. صبر وکړئ چې آټوبس یا ریل تم شي. ځینې وختونه د دروازو خلاصیدل څو ثانیه وخت نیسي.

مهرباني وکړئ په خپل ځان او خپلو ماشومانو پام ولرئ.

په لنډو فاصلو کې د عمومي نقلیه وسایلو سفر په ټوله کې د سفر امن او د اوسیدو چاپیریال سره سازګار طریقه ده.

په لیرې فاصلو کې د نقلیه وسایلو سفر په لاره کې [03:58]

که چیرې د اوږد سفر نیت ولرئ، نو د اوږدې فاصلې اورګاډي یا آټوبسونه ستاسې په خدمت کې دي. تاسې کولی شئ د انټرنیټ دې آدرسونو www.bahn.de, www.fernbusse.de، سفري آژانس کې يا د ریل تمځای کې ټکټ ترلاسه کړئ.
د نقلیه وسایلو د حرکت او لارو برنامه د ځیرک تلیفون آپلیکیشن «د آلمان د اورګاډي لارې موندونکی» (DB Navigator) یا د «آټوبس د لیکو لټون» له لارې د لاسرسي وړ دي.

Mini German Lesson

?Wie komme ich bitte zum Bahnhof [زه د نوموړي سټيشن څنګه تر لاسه کوئ؟]

?Entschuldigung. Wissen Sie, wo der Bus abfährt [بخښنه غواړو. آيا تاسو پوهيږئ چې د بس د پاڼو؟]

?Kennen Sie den Weg zur U-Bahn [تاسو د پراورګاډی لاره پوه؟]

?Könnten Sie mir bitte mit dem Kinderwagen helfen [آیا می توانید لطفا به من کمک با پرسه زن؟]