Compact Guide

لومړنۍ مرسته

د ډریورۍ ټکر څخه وروسته غبرګون 00:03

آرام اوسئ او د پیښې سره تریوحد پورې اشنا شئ:
څه پیښه شوې ده؟ کوم څوک ټپي شوی دی؟
د نورو خلکو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.

پرته له ځنډ څخه اضطراري شمیرې سره اړیکه ونیسئ.

اضطراري اړیکې ونیسئ 00:24

د مرستې عملیاتو لپاره د خپل تلیفون له لارې 112 شمیرې سره اړیکه ونیسئ. که په پیښه کې کوم څوک ټپي شوی نه وي، د پولیسو سره په 110 شمیره اړیکه ونیسئ.

لارښود:
تاسې کولی شئ د خپل تلیفون له لارې حتی د PIN دننه کولو پرته اضطراري اړیکې ونیسئ. په هرصورت کې تل یوه فعال سیم کارت ته اړتیا لرئ.

د اضطراري اړیکو ستنې 00:50

په لویو لارو کې په 1.5 کیلومتري فاصلو کې د اضطراري اړیکو نارنجي ستنې موجود دي. دا ستنې د خلاصون او مرستې رسولو ترټولو نږدې مرکز سره اړیکه ټینګوي.
هغه کوچني فلشونه چې د لارښود غشو باندې دي د اضطراري اړیکو ترټولو نږدې ستنه په ګوته کوي.
دا ستنې یوه درڅه لري چې باید هغه پورته کړئ او په ورته توګه پکې دوه تڼۍ هم ځای په ځای شوي دي.
د اضطراري اړیکې لپاره سره تڼۍ کښیکاږئ. که ستاسې موټر خراب شوی وي، ژیړه تڼۍ کښیکاږئ.

د پیښې پیښیدو پرمهال یادونې 01:30

خپل ځای وپیژنئ. په لویو لارو کې کولی شئ شمیره، لاره او د امکان تر حد پورې د لوی لارې ترټولو نږدې وتونکې یا خروجي لاره ذکر کړئ. د ښارونو ترمینځ لارو کې هرځای او هر شی چې تاسې ووینئ، (مثلآ ستره ودانۍ) هغه ووایاست.

وروسته بیا د مرستې رسولو ټیم ستاسې څخه نور لازمي معلومات اخلي.
څه پیښه شوې ده؟ څو نفر ټپیان شوي دي؟ څه ډول ټپونه دي؟

اړیکه هغه وخت پرې کړئ چې لارښود مرکز خبرې پای ته رسولي وي.

د ډریورۍ د ټکر څخه وروسته 02:13

لومړی د ټکر د ځای څخه ډاډ لاسته راوړئ:
د موټر د خبرتیا څراغونه چالان کړئ.
د خبرداري واسکټ واغوندئ.
د موټر هغه اړخ له لارې ښکته شئ چې د موټرو تګ راتګ ورباندې نه وي.
دخبرداري مثلث پرانیزئ او د سړک د حفاظ (ګارډریل) شاته او یا د لوی لارې څنډې ته د موټرو د حرکت مخالف جهت ته ودریږئ. د خبرداري مثلث د ښارونو ترمینځ لارو کې د پیښې د ځای شاوخوا 100 مترۍ او په لوی لارو کې په 150 مترۍ کې نصبوي.

لومړنۍ مرسته 02:51

موجود موقعیت سره، تر یو حد پورې اشنا شئ او ارزونه وکړئ چې: آیا ټپي شوی شخص د خبرې کولو وړتیا لري؟ اوږې یې وخوځوئ او تنفسي وضعیت یې وګورئ.

د اضطراري شمیرې سره اړیکه ونیسئ او یا د بل چا څخه غوښتنه وکړئ چې دغه کار وکړي. د نورو معلوماتو لپاره د "اضطراري اړیکو" برخې ته مراجعه وکړئ.

په اړین شرایطو کې د خپلې پوهې او شناخت له مخې د لومړنۍ مرستې ورکول پیل کړئ. مثلآ مصنوعي تنفس یا د سینې مساژ.

که ټپي شوی فرد ساه اخلي، نو هغه څنډې او یوه ثابت ځای ته ویسئ.

لارښود:
د لومړنۍ مرستو سره د ټپي شوي شخص د ژوندي پاتې کیدو چانس دوه چنده کیږي.
آرام بخښونکي ټکي او مثبت خبرې د لومړنۍ مرستې په څیر اغیزه لري.

ځان آرام وساتئ. پدې شرایطو کې ستاسې مرسته نه کول پدې معني ده چې تاسې خطا کوئ.