Compact Guide

پلي

د بشپړ چمتووالي سره [ 00:02 ]

کله چې په واټ کې د تیریدو په حال کې اوسئ، په مکمل ډول باید ولیدل شئ. په تیاره کې روښانه پوښاک یا د غوره نور انعکاس ورکونکی پوښاک کولی شي ستاسې محافظت کې ډیره اغیزه ولري.

هڅه وکړئ د خپل حواس مغشوش کیدو مخه ونیسئ. کله چې خپل ځیرک تلیفون ته ګورئ ښه به دا وي چې په خپل ځای ولاړ اوسئ. کله چې موسیقي اورئ نو غږ یې دومره حد پورې ټیټ کړئ چې په کافي اندازه د شاوخوا چاپیریال غږونه واوریدی شئ.

پلي لارې [ 00:29 ]

په ښار کې تل د پلي لارو څخه کار واخلئ.

سړک یوازې د موټرو، موټرسایکلونو او بایسکلونو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

ځینې وختونه پلي لارې د بایسکل چلونکو لپاره هم مجاز وي، البته یوازې د دې تابلو سره: «د پلي تګ او بایسکل شریکه لاره» a href="#popup2" onclick="return popup_src('zoom2/gem_geh_radweg.jpg')" data-rel="popup" data-transition="pop" class="ui-corner-all ui-shadow ui-link" aria-haspopup="true" aria-owns="popup2" aria-expanded="false"> . پدې پلي لارو کې باید د بایسکل چلونکو عبور سره هم مخ شئ.

په ډیری ښارونو کې د بایسکل او پلي تګ لپاره جلا لارې هم شتون لري. تاسې کولی شئ دغه لارې په ځمکه د مشخص نښو او د دې تابلو له لارې وپیژنئ: «د پلي تګ او بایسکل جلا لارې» .

پام مو وي چې د بایسکل لاره کې پلي تګ ونکړئ، ځکه چې ممکن پدې کار سره مو تاسې او د بایسکل چلونکی د خطر سره مخ شي. لارښود: تاسې چې هرڅومره ډیر وکولی شئ د بایسکل لارو یا سړکونو څخه فاصله ونیسئ ښه ده. کله چې پلي لاره کې ښي لورې ته حرکت کوئ غوره به وي چې د امکان تر حد پورې مکمل ښي لور ته حرکت وکړئ.





د دوه برخو ترمینځ ځینې وختونه پیاده لارې ځایی سړک په امتداد کې شتون لري. پدې صورت کې په کیڼ لور حرکت وکړئ. پدې توګه تاسې کولی شئ موټرونه، موټرسایکلونه او بایسکلونه ښه ووینئ. پدې ځای کې د امکان تر حد پورې بهر لوري ته حرکت وکړئ. مهم ټکی: پلي تګ کونکی شخص اجازه نلري د موټرو لارې او د درندو نقلیه وسایلو ځانګړې لارې ته داخل شي. هرڅوک چې پدې ممنوعیت سترګې پټې کړي د خطر سره مخ کیږي.

د پلي تګ محوطه [ 01:59 ]

کله چې تاسې دا ډول تابلو ووینئ، د پلي تګ محوطه کې یاست. سره له دې چې تاسې هلته د پلي په توګه د لومړیتوب حق لرئ ، مګر بیا هم توجه ولرئ. ځکه چې ممکن نورې تابلو ګانې دې مسلې ته اشاره ولري چې د توکو حمل کونکي موټرونه یا بایسکلونه هم پدې محوطه کې د حرکت حق لري. پدې مواردو کې خورا ډیر احتیاط وکړئ.

دا تابلو ګانې ترډیره په استوګنیز سیمو کې د لیدلو وړ وي: . پدې سیمو کې ماشومان اجازه لري په واټونو کې ولوبیږي او پلي تګ کونکي د ټول واټ د کارولو اجازه لري. البته هغوی باید د نقلیه وسایلو د تیریدو مخه ونه ونیسي. موټرونه اجازه لري چې حداکثر د خورا ټیټ سرعت (په ساعت کې 4-6 کیلومټر) سره دغلته حرکت وکړي. سره لدې بیاهم احتیاط تل لازمي دی!

د سړک څخه تیریدل [ 02:47 ]

کله چې غواړئ د سړک څخه تیرشئ، غوره کار دا دی چې د لارښود څراغ څخه مرسته واخلئ. سور څراغ یعني: «ودریږئ! د موټر لارې ته مه دننه کیږئ.» شین څراغ یعني: « تاسې اجازه لرئ د سړک څخه تیرشئ، البته توجه ولرئ.»

کله چې د لارښود څراغ شین کیدو پرمهال د موټرو لارې ته دننه شوئ او څراغ سور شو نو په خپل ځای مه دریږئ. د سړک بل لور ته خپل حرکت ته دوام ورکړئ. که چیرې د سړک مینځ کې امن محدودې ته ورسیږئ هلته انتظار وباسئ چې لارښود څراغ شین شي.

کله چې پلي حرکت کوئ، کولی شئ د پلي تګ خط کشي شوي لارې څخه کار واخلئ. پدې ځای کې په آلمان کې پلي تګ کونکي د لومړیتوب حق لرې مګر په ښکاره توګه وښایاست چې لدې ځای څخه د تیریدو نیت لرئ. یوازې هغه صورت کې د پلي تګ لپاره خط کشي شوي ځای څخه کار واخلئ چې ډاډه اوسئ په سړک کې کوم موټر د حرکت په حال کې ندی او یا موټرې ستاسې لپاره ودریدلي دي. لارښود: که چیرې د الارم غږ واورئ یا شین څراغ ووینئ باید په هرصورت کې پولیسو، اطفایه، امبولانس یا نورو عملیاتي موټرو ته د تیریدو اجازه ورکړئ. پدې صورت کې تاسې باید حتی د لارښود څراغ شین کیدو یا د پلي تګ لپاره خط کشي شوي ځای کې هم انتظار وباسئ.

د سړک مینځ کې امن محدوده د سړک څخه تیریدو کې د هوساینې لامل کیږي. د پلي تګ خط کشي شوي ځای برخلاف، موټرې، موټرسایکل یا بایسکل باید دغه محدوده کې ونه دریږي. پلي تګ کونکي د لومړیتوب حق نلري.

کله چې غواړئ د سړک څخه تیرشئ، تل لومړی لارښود څراغ، د پلي تګ خطونو یا د سړک مینځ کې امن محدودې ته پام وکړئ. که چیرې پدې محدودو کې کوم څه نه لیدل کیدل ، ډاډ لاسته راوړئ چې سړک د موټرو څخه خالي دی. کیڼ لور ته، ښي لور ته او بیا کیڼ لور ته وګورئ. د سړک بل لور ته تګ لپاره ترټولو لنډې لارې کار واخلئ. لارښود: کله چې غواړئ د ولاړو موټرو مینځ کې د سړک څخه تیرشئ، د خطر احتمال شتون لري. پدې حالت کې درندې او شخصي موټرې ستاسې په نسبت ډیر نامطلوب لید لري. که چیرې د سړک څخه تیریدو لپاره پرانیستی او خالي ځای شتون ولري د هغه څخه کار واخلئ.

د ارقامو له مخې تاسې په پیاده حالت کې خورا ډیر مصؤن یاست. سره لدې بیاهم تل توجه وکړئ او پام ولرئ او د خطرونو څخه ځان وژغورئ.