Compact Guide

د بایسکل له لارې

د حرکت څخه مخکې [ 00:03 ]

بایسکل باید د سفر لپاره امن وي. بایسکل فعال بریکونو، پیډلونو او یوه زنګ ته اړتیا لري. سربیره پردې د څراغ درلودل هم ډیر اهمیت لري. بایسکل مخې او شاته رڼا او په ورته توګه د رڼا انعکاس کونکي ته اړتیا لري. مخې ته باید د سپین رنګ انعکاس کونکی او شاته باید د سور رنګ انعکاس کونکی نصب وي.

تسمې او کړۍ باید انعکاسي وي. سربیره پردې باید هر بایسکل کې انعکاس کونکی نصب شي.

د دې تجهیزاتو پرته بایسکل په سړک د سفر اجازه نلري. لارښود: د بایسکل پلورنې ډیری پلورنځي د دوهم لاس مناسب بایسکلونه لري. دا بایسکلونه په محفوظ ډول د سفر لپاره پلورل کیږي.

روښانه پوښاک یا غوره انعکاس کونکی واغوندئ ترڅو نور چلوونکي تاسې ښه وویني. سربیره پردې لارښوونه کیږي چې د بایسکل سپرلۍ پرمهال د بایسکل د محافظت ځانګړې خولۍ په سر کړئ.

د الکولو، نشه ییز توکو يا درملو اغیزې لاندې په بایسکل سفر مه کوئ. دا کار ممکن ستاسې او د نورو لپاره ډیر خطرناک وي او حقوقي تعقیب ولري.

د بایسکل چلولو پرمهال [ 01:32 ]

د تعادل سم ساتلو لپاره د بایسکل هینډل په دواړه لاسونو ونیسئ. د ودریدو پرمهال په موټرو تکیه مه کوئ.

یوازې یو نفر په یوه بایسکل د سپریدو اجازه لري.

که چیرې ځان سره کوچنی ماشوم ولرئ تاسې د کوچنیانو ځانګړي سیټ ته اړتیا لرئ. دا سیټ باید شاته د بار ځای کې خورا کلک نصب شي. په ورته توګه د کوچني واګن یې پرځای کارول کیدی شي.

کله چې د بایسکلونو یوې ډلې کې په لاره روان یاست، یوبل پسې حرکت وکړئ، نه د یوبل ترڅنګ. لارښود: د بایسکل چلولو پرمهال تلیفوني خبرو يا د ځیرک تلیفون د کارولو اجازه نلرئ. دا کار ممکن د پیښې د پیښیدو لامل شي او قانوني تعقیب له ځانه سره ولري. د بایسکل چلولو پرمهال مکمل دقت او توجه ته اړتیا لرئ.

د بایسکل لارې [ 02:37 ]

لوی افراد او هرفرد چې 10 کلونو څخه ډیر عمر ولري په آلمان کې د بایسکل سره په سړک سفر کولی شي. ماشومان تر 8 کلنۍ پورې باید د پلي لارو څخه کار واخلي. د 8 څخه تر 10 کلونو ماشومان کولی شي آزادانه پریکړه وکړي چې په سړک سفر کوي یا پلي لاره باندې. ماشوم باید په سړک کې د امنیت احساس وکړي او غوره ده چې په ښوونځي کې یې د بایسکل چلولو زده کړه په بریالیتوب سره کړې وي. لارښود: په ډیری ښارونو کې د موټر چلولو روزنې شتون لري چې هلته تاسې او ستاسې ماشومان کولی شي د لارښود له مخې د بایسکل چلولو تمرین وکړي. ډیر معلومات د مینو دمعلوماتو برخه کې موجود دي. tab.

تر هغه وخت پورې چې د بایسکل لاره د لارښود نښو تابلو سره مجهز شي ، تاسې باید د بایسکل موجود لارې څخه کار واخلئ. مګر دا چې موانع دغه لارې مسدود کړي. پدغه صورت کې تاسې اجازه لرئ د احتیاط سره جبرآ په سړک سفر وکړئ.

د دې تابلو لیدلو په صورت کې (“Gemeinsamer Geh- und Radweg”) («د پلي تګ او بایسکل شریکه لاره») ، پدې معني ده چې پلي افراد او بایسکل چلونکي دواړه د دې لارې ګډ کار اخیستلی شي. بایسکل په احتیاط وچلوئ او پلي حرکت کونکي افرادو ته توجه ولرئ.

د دې تابلو لیدلو په تړاو («د پلي تګ او بایسکل شریکه لاره») ، بایسکل چلونکي باید هغه لور کې حرکت وکړي چې د تابلو مخې او د اړتیا په صورت کې د ځمکې مخې ته په تناسب سره مشخص شوي.

بایسکلونه په هیڅ وجه لویو لارو او د درندو نقلیه وسایطو ځانګړي لارو کې د سفر اجازه نلري.

دې ممنوعیت کې هغه موارد هم شامل دي چې تاسې یې د لارښود دې تابلو ګانو کې ووینئ:
«د پلي تګ لاره» ، «د بایسکل سره د سفر ممنوعیت» ، «د ټولو نقلیه وسایلو سره د سفر ممنوعیت» .

دا تابلو پدې معني ده چې تاسې باید د بایسکل څخه ښکته شئ او پلي یې ځان سره ویسئ: Geschützte Grünanlage .

د تیریدو مقررات [ 04:56 ]

د بایسکل چلوونکو د تیریدو مقررات هماغه د موټرو د چلوونکو مقررات دي. سور یعني «ودریږه!»، فرد باید ودریږي.

بايد: د لارښود څراغ یا د نښو تابلو ګانو نه لرونکي څلور لاره کې د لومړیتوب حق باید: هغه څوک چې د ښیې لور څخه حرکت کوي د لومړیتوب حق لري. نو د همدې له مخې: «ښي په کیڼ لومړیتوب» لري.

محافظت او لاسي نښې [ 05:25 ]

که غواړئ مستقیم حرکت وکړئ ، لږترلږه 1 متر فاصله د ولاړ جانبي موټرو سره رعایت کړئ. که چیرې د موټر دروازه د احتیاط پرته پرانیستل شي ممکن تاسې ورسره ولګیږئ.

د نقلیه وسایلو د ننوتلو او وتلو لارې ته توجه وکړئ. د موټرو ځینې چلوونکي د بایسکل لارو ته پام نه کوي او د مخې او وتلو په لور حرکت کوي.

کله چې د بایسکل سره مخامخ د یوې څلورلارې څخه تیریږئ، نقلیه وسایل (شخصي موټرې په ځانګړي توګه دروند نقلیه وسایل) د تاویدو په حال کې ممکن سهوآ تاسې په ډیر آسانۍ سره په «ړنده زاویه» کې ونه ویني. لارښود: که ډاډه نه اوسئ چې آیا لیدل کیږئ یا نه، غوره ده چې بریک ونیسئ او د لومړیتوب حق څخه مو تیرشئ. تل د نورو موټرو سره لازمي فاصله رعایت کړئ. د سور څراغ پرمهال تاسې بايد د آټوبس یا کامیون شاته ودریږئ– نه د هغوی څنګ ته.

که د تاویدو نیت ولرئ لومړۍ د اړخ تردد ته توجه وکړئ. ښکاره په خپل لاس اشاره وکړئ چې غواړئ د حرکت لورې بدل کړئ. په هغه صورت کې چې غواړئ کیڼ لور ته تاو شئ، کیڼ لاس باندې اشاره کړئ او که غواړئ ښي لور ته لاړ شئ په ښي لاس اشاره وکړئ.

دا کار خورا ډیر اهمیت لري، ځکه چې نور کولی شي وویني چې تاسې غواړئ کوم لور ته حرکت وکړئ.

مثلآ که غواړئ په یوه څلورلاره کې ښي لور ته تاو شئ، پلي افرادو ته توجه وکړئ. هغوی د لومړیتوب حق لري.

موږ تاسې ته د ښه سفر هیله لرو!