Compact Guide

موټر او موټرسایکل

د حرکت څخه مخکې [ 00:03 ]

د هر موټر یا موټرسایکل په اړه لاندې موارد سم دي: هر موټر یا موټر سایکل رسمي پلیټ ، د فني معاینې اصلي معتبر پلیټ ته اړتیا لري او بايد بیمه شوی وي .

توجه ولرئ چې ستاسې د موټر ټایرونه کافي عاج ولري. په ژمي کې هیڅکله د اوړي ځانګړي ټایرونو سره سفر مه کوئ، ځکه پدې فصل کې د ژمي ځانګړي ټایرونه محفوظ دي.

د ګازي موټر يا موټرسایکل څخه کار اخیستلو په صورت کې تاسې بايد تل خولۍ په سر ولرئ . د موټر د چلوونکي شخص په توګه.

په شخصي موټر کې بايد یو محافظتي ویسټ (د سپرلیو له مخې ترجیحآ ډیر ویسټونه)، د خبرتیا مثلث او د لومړنۍ مرستې نوې بسته ولرئ.

د موټر د حرکت پرمهال په هغه کې ټول افراد باید محافظتي کمربندونه وتړي - حتي شاتني سیټ کې ناست افراد هم.

ماشومان تر 12 کلنۍ پورې چې قد یې 1,50 متر څخه کم وي، یوازې په سیټ کې د کښیناستو په حال کې موټر ته د سپریدو اجازه لري. د ماشوم عمر او قد پورې اړوند مختلف موډلونه شتون لري. د ماشوم صحیح سیټ انتخاب د ماشوم محافظت کې اغیزه لري. لارښود: په پلورنځي یا انټرنیټ کې پدې اړه معلومات ترلاسه کړئ چې د ماشوم لپاره کوم سیټ مناسب دی. د آلمان د موټرو عمومي ډګر ویب پاڼه (ADAC) a Kindersitz-Berater (“د ماشوم د سیټونو مشوره”). په ویکي پیډیا کې د ماشوم د سیټ په اړه اساسي معلومات شتون لري.



تاسې د موټر چلوونکي په توګه [ 02:03 ]

باید په هر سفر کې د موټر تصدیق او د موټر چلولو معتبر جواز ځان سره ولرئ. که چیرې د موټر چلولو آلماني جواز نلرئ، په هرصورت کې لومړی وګورئ چې ستاسې د موټر چلولو جواز په آلمان کې اعتبار لري که نه. د مثال په توګه د اروپا د موټرو کلب، د آلمان د موټرو عمومي کلب یا د سړکونو د ادارې څخه استعلام شي. لارښود: د موټر چلولو نړیوال جواز یوازې د معتبر ملي جواز سره اعتبار لري.

کله چې د الکولو، نشه ییز توکو يا درملو د اغیزې لاندې اوسئ، د موټر چلولو څخه ډډه وکړئ.

د خپل حواس مغشوش کیدو څخه ډډه وکړئ!
د ځیرک تلیفون غوږ ته نږدې نیول یا په لاس کې نیول نه یوازې د ممکن شدید ټکرونو لامل کیږي، بلکه د پولیسو لخوا جرم ګڼل کیږي او مجازات لري.

مرستندویه وسایل لکه د لارې موندلو سیسټمونه باید کلک او محفوظ نصب شي.

د تیریدو مقررات [ 03:22 ]

په آلمان کې د نورو ګاوندیو هیوادونو په څیر موټرې په ښي لاس سفر کوي.

سربیره پردې د دروند نقلیه وسایلو ځانګړي لارو او لویو لارو کې د موټرو په ښي لاس سفر الزام شتون لري. دا پدې معني ده چې موټرې د امکان تر حد پورې په ښي لاس حرکت وکړي او کیڼ لاین یوازې د مخکې کیدو لپاره وکارول شي.

د مخکې کیدو په صورت کې باید د مجاز اکثر حد سرعت څخه سرغړونه ونشي.

په لویه لار کې اکثر حد سرعت 130 كيلومتر في ساعت ټاکل شوی دی. البته ډیری تابلو ګانې د اکثر حد سرعت ټیټ ټاکي، د مثال په توګه 100 کیلومتر في ساعت یا په ګڼې ګوڼې سیمې کې 80 يا 60 كيلومتر في ساعت. لارښود: په لویو لارو کې ودریدل، تاویدل او شاته حرکت ممنوع دی - په اضطراري مواردو کې ښي لور ته ځای شتون لري. د پیښو یا لارو بندیدو پرمهال د خلاصون معبر رامنځته کړئ: د لږترلږه دوه بانډ سړک په اړه د یوه لور لپاره د پيل څخه تر بانډ پورې کیڼ لور او هغه بانډ چې د دې دقیقآ ښي لور او څنګ ته دی. که چیرې د حرکت لوري کې مو تیروتنه کړې وي کولی شئ د لوی لارې راتلونکي وتونکي ځای کې لوری بدل او د رمپ له لارې په مخالف لور شاته راوګرځئ.

د سیمې څخه بهر د شخصي عمومي موټرو لپاره د اکثر حد سرعت 100 كيلومتر في ساعت دی. پدې مواردو کې ترډیره – په ځانګړي توګه کله چې څلورلارې یا لارښود څراغ ته نږدې کیږئ – په ځینې ځایونو کې د اکثر حد سرعت 70 كيلومتر في ساعت ته راټیټیږي.

په یوه سیمه يا ښار کې تاسې په غوره شرایطو کې د اکثر حد 50 كيلومتر في ساعت چلولو اجازه لرئ. سرعت په ځانګړي ځایونو یا مثلآ ښوونځیو ته نږدې حداکثر 30 كيلومتر في ساعت ته راټیټیږي.

په ډیر سرعت موټر چلول ممکن د پیښو لامل شي. د اکثرحد سرعت څخه سرغړونه د لوړو نغدي جریمو او د موټر چلولو ممنوعیت سره مجازات کیږي.

د لومړیتوب حق مقررات [ 06:09 ]

که چیرې په کومه څلورلاره کې سور څراغ او د لومړیتوب حق ټاکونکي تابلو ګانې شتون ونلري، لاندې قاعده د تطبیق وړ ده: «ښي په کیڼ لومړیتوب» لري.

کله چې پولیس تردد کنټرولوي، د پولیسو علایم د ټولو مقرراتو څخه معتبرې دي. دوه اساسي نښې شتون لري:

«توقف (ودریږئ) د څلورلارې څخه مخکې- متقابل عبور او مرور فعال دی» /

«د څلور لارې څخه مخکې بلې نښې ته انتظار وکړئ».

د ټکر پرمهال [ 06:48 ]

د ټکر څخه وروسته د ټپي کیدو په صورت کې سمدلاسه 112 اضطراري شمیرې سره اړیکه ونیسئ.

د ټکر پرمهال که افرادو زیان لیدلی نه وي پولیسو سره په 110 شمیره اړیکه ونیسئ.

د پولیسو رارسیدو پورې د ټکر ځای کې اوسئ.

هرچا چې ولاړ موټر ته زیان رسولی وي او مالک ته یې لاسرسی ونلري، باید ژر پولیسو ته خبر ورکړي او انتظار وباسي چې ټکر ثبت شي. یوازې په کاغذ د پیغام لیکل کافي ندي.

د ټکر لامل کیدو او د پیښې ځای څخه لیرې کیدل د چلوونکي تیښته ګڼل کیږي او نغدي جریمه یا حد اکثر درې کلونه حبس مجازات لري.

که چیرې په لویه لاره کې فني خرابي سره مخ شئ، محافظتي ویسټ واغوندئ، د خبرتیا مثلث په ځمکه کیږدئ او د ګارډریل شاته د مرستې انتظار وکړئ.

هیله من یو چې تاسې تل د ټکر او فني خرابي پرته د مخ په لور حرکت وکړئ.